ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود امام خامنه ای د حضرت صدیقه کبری فاطمه الزهرا سلام الله علیها د زوکړې له کلیزې سره، هممهاله د اهلبیت علیهم السلام له مداحانو سره وکتل او په دغه کتنه کې ئې وویل: د حضرت زهرا سلام الله علیها تر ټولو مهم کار د حقیقت بیانول وو، او د اهلبیتو مداحي هم له هغې بي بي څخه په پیروکاری سره یعني د بیان د جهاد په تر سره کولو کې نغښتې ده. فاطمه الزهرا سلام الله علیها هم د ورځې حقیقتونه بیانول، د همغو ورځو مسائل، د ورځې د حقیقتونو او چارو بیانول یو ډېر مهم مسئولیت دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اهلبیت علیهم السلام له مداحانو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د هر یو اقدام لپاره نیابتي ځواکونو ته ضرورت نه لري، د یمن، حزب الله، حماس او اسلامي جهاد مبارزه د ایمان او باور له مخې دي.
د اسلامي انقلا رهبر مداحانو ته په خطاب کې وویل: نن سبا دښمن د خلګو په باورونو کې د شک او شبهې د رامینځته کولو کوښښ کوي او مونږ هم باید ورسره په مقابله کې حقیقتونه بیان کړو، تاسو هم د هغو کسانو له ډلې یاست چي دغه لوی کار کولایشئ.
هغوی زیاته کړه: امریکا په دغو دوو لارو په هیوادونو باندې د ولکې په لټه کې دی: یا دیکتاتوري نظام راوستل او یا هم بلوا او ګډودي. په سوریې کې بلوا رامینځته کړه او اوس هم په خپل سوچ کې د بریا احساس کوي، یو امریکایي مزدور ویلي چي که په ایران کې بلوا رامینځته کړي مونږ یې مرسته کوو، خو د ایران ولس هر هغه څوک چي په دې لړ کې د امریکا مزدوري وکړي، تر پښو یې لاندې کوي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د حماس او حزب الله ولسی غورځنګونو دنابودولو لپاره د صهیونیسټي رژيم د هیڅ یوې موخې نه پوره کیدا ته په اشارې سره ووئيل؛د سیمې ش رافتمند ملتونه به په الهي فضل سره دمنحوس رژيم ریښه وباسي او د سیمې لپاره به یو لاښه سبا رامینځةشي
پارس ټوډې د رهبرۍ د ویب پاڼې له قوله راپور ورکړی، حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د سورئې د مسئلې پشمول د سیمې د مسئلو په باب د ځينو ټکو په بیانولو سره ووئيل؛ یوې بلوه ګرې ډلې د بهرنیو حکومتونو په پلانونې مرستې او نقشو سره توانیدلي دي ، د سورئې له داخلي کمزورتیاؤ استفاده وکړي او دغه هیواد له ګډوډیو او اړئ ګړئ سره مخامخ کړي.
دوي د سیمې د هیوادونو لپاره د امریکا پر دوه ګوڼي پروګرام ،یعني په سلطې سره د یوه سازشګر ظالم شخصي حکومت مسلط کول ، په هغه هیود کې د ګډوډئ او بلواؤ رامینځةکولو په باب خپلې څه موده مخکینئ ویناته په اشارې سره وفرمائيل؛ په سورئې کې د دوي پروګرام د بغاؤت او ګډوډئ سبب شو او اوس امرریکا ، صهیونیست رژيم او د دوي ملګري په بریالیتوب احساس کولو سره ، د شیطان د اصحابو په شان له چټیاتو او فضول خبرو سره مخ شوي دي.
امام خامنه اي د ؛ له هر هغه چا سره چې په ایران کې بغاؤت وکړي، مرسته کوي او ورڅخه ملاتړ کوي ؛ په پټ مضمون سره د یوه امریکائي چارواکي خبرې، د دښمنانو د ملنډو او چټي خبرو یوه نمونه وبلله او زیاته ئې کړه ، احمقانو ګواکې تمه پيدا شوې ده،خو د ایران ملت به پر هغه چا به په لګَتو وخیژي.چې په دې زمینې کې د امریکا ګوډاګیتوب او تالی څټيتوب ومني.
دوي د دسیمې حالاتو ته د دیوه بل څارونکي ټکي په بیانولو کې، چټیاتو او ډنډورو او چټي بَړَبکیو جوړولو ته د بریالیتوب په بللو کې د صهیونیسټي عنصر تظاهر ته په اشارې سره ووئيل؛ ائ بدبختو تاسو چرته بریالي شوي یاست؟ ایا بریالیتوب دا دی چې څو څلویښت زره ماشومان او ښځې په بمونو سره ووژنئ، البته حتی د جنګ په پیل کې دخپلو اعلان شوو موخو څخه یوې موخې ته هم ونه رسیدل شوئ ، .؟ ایا حماس مو نابود کړ او په غزې کې مو خپل بندیان خوشي کړئ شول؟ ایا د سید حسن نصر الله په څير د لویو شخصیّتونو په شهیدولو سره مو د لبنان حزب الله غورځنګ له مینځه یوړئ شو؟
د اسلامي انقلاب رهبر یادونه وکړه چي دښمنان په دوامداره توګه وایي چي د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې خپل نیابتي ځواکونه د لاسه ورکړي دي! دا هم یوه بله تېروتنه! اسلامي جمهوریت هیڅ نیابتي ځواک نه لري. یمن جنګیږي ځکه چي ایمان لري، د هغه ایماني ځواک میدان ته یې ور کاږي، حماس او اسلامي جهاد جنګیږي ځکه چي د هغوی باور هغوي دا کار ته مجبوره کوي، هغوی زمونږ نیابتي یان نه دي.
امام خامنه ای په ټینګار سره وویل چي که د ایران اسلامي جمهوریت وغواړي چي اقدام وکړي، نیابتي ځواکونو ته ضرورت نه لري.
https://parstoday.ir/fa/iran-i4170